پشتو

د پشتني بانګ پخوانی رييس پنځه کال او يوه مياشت زندان ته محکوم شو.

لوی څارنوالي اعلام کړي دي چي حيات الله ديانی، د پشتني بانګ پخوانی رييس او درې تنه نور جرمي شريکان يي د ۹۰۰ زره آمريکايي ډالر په تور، هر يو په پنځه کال او يوه مياشتې تنفيذي حبس ته محکوم شوي دي.
د لوی څارنوالي وياند، احمد فهيم قويم وايي چي د ښاغلی ديانی جرمي شريکان هر يو عبدالهادي، نصيراحمد او دل آقا نوميږي.
دی وويل: چي عبدالهادي د پشتني بانګ د نمايندګی مدير او د کريډيټ کميټه غړی، نصير احمد د پشتني بانګ پخوانی مالي او اداري آمر او دل آقا د پشتني بانګ د محاسبې مخکنی مدير وو.
د ښاغلی قويم په وينا، د اداري فساد د دروندو جرمونو رسيدګی د استيناف څارنوالۍ نن سه شنبه، دغبرګولې ۴ نيټه د تورنو اشخاصو پر وړاندې خپل احکام صادر کړي دي.
د لوی څارنوالي وياند وويل: چي ياد اشخاص سره د زندان د ۹۰۰ زره آمريکايي ډالر په ورکولو د علی السويه مجازات ته محکوم شوي دي.
قويم وويل: چي د ابتداييه څارنوالۍ احکام پرته له کوم کموالي، د استيناف څارنوالۍ له لوري څخه تاييد شوي دي.

خبرگزاری شاهد

خبرگزاری #شاهد با دریافت جواز شماره ۴۶۳ وزارت اطلاعات و فرهنگ افغانستان در کنار دیگر رسانه های کشور با درک شرایط کنونی افغانستان، مصمم است پرچم #بیطرفی را بر دوش داشته باشد. ما بر این باور هستیم که #آگاهی از شرایط می‌تواند #آزادی را به دنبال داشته باشد.
مرا دنبال کنید:

نوشته های مرتبط