پشتو

افغان ورزش کار، “محسن رضايي” په آسيا د تکواندو په برخه کي اتل شو.

د افغانستان د المپيک ملي کميټې اعلام کړي دي چي، “محسن رضايي” د هېواد تکواندو کوونکی په ۵۸ کيلو ګرام وزن، د آسيا په څلور ويشتمه سيالی پړاو، اتلولي عنوان ترلاسه کړه.
د دې کميټې په اعلاميه چي نن «جمعه، د غبرګولی ۲۸ ام» خپور شو، راغلي دي چي ښاغلی رضايي د دې پړاو سيالي خپل سيال د کويت، چين، تايپه، پاکستان او سويلي کوريا ماته ورکړی او د سرو زرو نښان په ترلاسه کولو بريالی شو.
د افغانستان د المپيک ملي کميټه ويلي دي چي محسن رضايي لومړنی تکواندو کوونکی د افغانستان په تاريخ کي دی چي په آسيا وچه کي د تکواندو اتلولي سياليو کي د اتل عنوان ترلاسه کړي دي.
د تکواندو اتلولي سياليو څلور ويشتمې پړاو، د ۱۸۹ لوبغاړي د ۲۱ هېوادونه په لبنان، بيروت ښار کي تر سره شوي وو.

خبرگزاری شاهد

خبرگزاری #شاهد با دریافت جواز شماره ۴۶۳ وزارت اطلاعات و فرهنگ افغانستان در کنار دیگر رسانه های کشور با درک شرایط کنونی افغانستان، مصمم است پرچم #بیطرفی را بر دوش داشته باشد. ما بر این باور هستیم که #آگاهی از شرایط می‌تواند #آزادی را به دنبال داشته باشد.
مرا دنبال کنید:

نوشته های مرتبط