د بګرام نظامي اډې، د افغانستان د نړيوالو ځواکونو چي، تر ټولو ستر پوځي او هوايي مرکز دی، تر ۲۰ ورځو نور افغان ځواکونو ته به سپارل کيږي.
افغان او آمريکايي سرچيني ويلې دي، چي د دې اډې د سپارل کار افغانانوته دوام لري.
د فرانسې خبرګزارۍ، د افغانستان د يو مقام د راپور له مخې ويلي دي، چي د بګرام اډې سپارل څه نا څه ۲۰ ورځو نور به ختم شي.
د آمريکا متحده ايالاتو يو نظامي مقام هم منلی دی، چي ډېر ژر به د دې ستر هوايي او پوځي اډې ټول مسووليت افغان ځواکونو ته و سپارل شي، خو يوه مشخصه وخت نه ده ټاکلی.
بګرام په افغانستان کي د ناټو او آمريکايي پوځ تر ټولو ستر پوځي او هوايي مرکز دی.
په دي اډه چي څه نا څه ۵۰ کيلومټره دکابل، پلازمينه، واټن لري ځيني تر ۳۰ زره بهرنۍ نظامي پوځ ميشت وو.
په دې نظامي اډې يو زندان هم شتون لري.
د آمريکا متحده ايالاتو مخکې هم ځيني نظامي اډې افغان ځواکونو ته سپارلي دي.
د بګرام نظامي اډې، تر درې اونۍ وروسته افغانانوته سپارل کيږي.
