د هېواد د عامې روغتيا وزارت وايي چي، د کوويد ۱۹ د لا مخنيويو لپاره د قرنطين وړانديز په ۱۶ ولايتونو کي د دوو نور اونيو د ولسمشری لخوا تاييد شوي دي.
د عامې روغتيا وزارت وياند، غلام دستګير نظري په يوه مرکه شاهد نيوز ته وويل؛ چي ټول تعليمي، خصوصي او دولتي لوړو زدهکړو مرکزونه، د واده تالارونه، د لامبو حوضونه او ورزشي کلپونه قرنطين کي شامل دي.
ښاغلی نظري وويل؛ چي رستورانتونو هم په تړلي فضا کي د ۱۰ کسانو زياته اجازه نه لري چي فعاليت وکړي او سر باز(خلاص ځای) رستورانتونه هم د ټولنيز د واټن په رعايت کولو کي کولای شي په خپل فعاليت دوام ورکړي.
دا په داسي حال کي دي، چي تيره ورځ دعامې روغتيا وزارت اعلام وکړ چي په تيرو څلور ويشت ساعتونو کي ۵۶ تنه کرونايي ناروغان مړه او يو زره ۵۸۲ نور ناروغان پيژندل شوي دي. چي دغه ډول کرونايي ناروغانو تلفات په هېواد کي بې ساري بلل شوي دي.
د زده کړو او نورو عمومي مرکزونه د دوه نورو اونيو و غځول شو.
