پشتو

د فاطمه محمدي او طيبه موسوي سوزول‌شوي جسدونه وپيژندل شول.

د افغان‌فلم دوه کارکوونکي فاطمه محمدي او طيبه موسوي سوزول شوي جسدونه يوه ورځ وروسته د کابل لويډيځ چاودنې وپيژندل شول.
د افغان فلم رييس “صحرا کريمي” په خپل فسبوک پاڼه کي ليکلي دي چي، د دې دوه کس جسدونه د هغوی د کورنيو له‌خوا په طب عدلي کي پيژندل شوي دي.
مېرمن کريمي ليکلي دي چي، فاطمه او طيبه په افغان‌فلم کي تازه خپل کارونه د انيميشن او د څېرې د طراحۍ په برخه کي پيل کړي وو.
هغې ليکلې ده چي؛ «فاطمه او طيبه دوې پېغلې، ډک د هيلې او آرزوګانې چي، د انيميشن پروژې (افسانه های افغانستان) يا د (افغانستان افسانې) د ماشومانو دپاره کار کولې.»
تېره ورځ، دوه پر له پسې چاودنې په شپږم او ديارلسمې امنيتي حوزې په سيمو کي تر سره شول چي په دې دوې چاودنې ۷ کسان وژل شوي از ۶ تنه نور ټپيان شول.
تر اوسه پورې هيڅ ډلې د دې چاودنې مسووليت په غاړه نه دي اخيستي.

خبرگزاری شاهد

خبرگزاری #شاهد با دریافت جواز شماره ۴۶۳ وزارت اطلاعات و فرهنگ افغانستان در کنار دیگر رسانه های کشور با درک شرایط کنونی افغانستان، مصمم است پرچم #بیطرفی را بر دوش داشته باشد. ما بر این باور هستیم که #آگاهی از شرایط می‌تواند #آزادی را به دنبال داشته باشد.
مرا دنبال کنید:

نوشته های مرتبط