د ملي دفاع وزارت وايي؛ تېره شپه د هېواد د هوايي ځواکونو يو، امآی-۱۷ چورلکه، د ځيني فني او تخنيکي ستونزو له کبله، په ميدان وردکو ولايت، جغتو ولسوالۍ کي لوېدلې دی.
په خبر پاڼه کي راغلي دي چي، د دې چورلکه د لوېدلو په پايله ۳ کسان وژل شوي او يو تنه نور ژوبل شوي دي.
د هېواد د هوايي ځواکونو يوه چورلکه په ميدان وردکو ولايت کي رالوېدلې ده.
