د کورنيو چارو وزارت اعلام کړي دي چي، هارون الرشيد شيرزاد د ولسمشری حکم پر اساس په کورنيو چارو وزارت کي د لومړی مرستيال په توګه ګمارل شوي دي.
دغه وزارت ويلي دي چي، ښاغلی شيرزاد نن «دو شنبه، د غبرګولی ۲۴ ام» په يوه غونډه کي، د حيات الله حيات د کورنيو چارو وزارت سرپرست له لوري معرفي شوي دي.
تر دې څخه مخکي، محمد ايوب سالنګي د کورنيو چارو وزارت لومړی مرستيال وو.
ښاغلی شيرزاد، په ۱۳۵۵ کال، په ننګرهار ولايت زيږېدل شوي دي.
هارونالرشيد شيرزاد تر دې مخکي، د مخدرې موادو سره مبارزې وزارت، په پاليسي معينيت کي کار کړي دي.
هارونالرشيد شيرزاد، په کورنيو چارو وزارت کي د لمړی مرستيال په توګه وګمارل شو.
