پشتو

اووه نوی جګړه ييز چورلکې د افغان ځواکونو تر واک لاندې کېښودل کيږي.

د ملي امنيت سلاکار “حمدالله محب” په يوه خبري ناسته کي اعلام وکړ چي اووه جګړه‌ييز چورلکې، چي متحده ايالات مرسته کوي راتلونکي اونۍ کابل ته رسيږي.
ښاغلی محب نن «سه‌شنبه، د چنګاښ ۱۵ مه» په يوه خبري ناسته کي وويل، چي مرسته شوې چورلکې پر له‌پسې د افغان ځواکونو په واک کي اېښودل کيږي.
د هغه په وينا، په راتلونکي اونۍ اووه بلک هاک ډول چورلکې کابل ته رسيږي او د دغې چورلکې په رسيدو جنګي وضعيت تغير به کوي.
مخکي اعلام شوي وو چي آمريکا ۴۵ چورلکې او اووه جګړه ييزې (اې ۲۹) ډول الوتکه، افغان ځواکونوته مرسته کوي.
د ملي امنيت سلاکار د بلې خوا وويل چي امنيتي نهادونو د وضعيت د مهارولو او د طالبانو په شاته وهلو باندې کار کوي.

خبرگزاری شاهد

خبرگزاری #شاهد با دریافت جواز شماره ۴۶۳ وزارت اطلاعات و فرهنگ افغانستان در کنار دیگر رسانه های کشور با درک شرایط کنونی افغانستان، مصمم است پرچم #بیطرفی را بر دوش داشته باشد. ما بر این باور هستیم که #آگاهی از شرایط می‌تواند #آزادی را به دنبال داشته باشد.
مرا دنبال کنید:

نوشته های مرتبط