د کرونا واکسين يو کارګو مرستندويه چي د سويډن هېواد لهخوا افغانستان ته مرسته شوي وو، عامې روغتيا وزارت ته ورکړل شو.
د عامې روغتيا وزارت «پنجشنبه، د اسد ۷ ام» اعلام وکړ چي دغه کارګو ۱۲۴ زره دوز استرازنکا کرونا واکسين ته شامل کيږي، او د پلې بهير يې له راتلونکي شنبه صحي مرکزونو ته به پيل کيږي.
د کتلوي معافيت رييس او روغتيا وزارت وياند “داکتر دستګير نظري” د عامې روغتيا وزارت او افغانستان دولت په استازیتوب د سويډن هېواد د مرستې څخه مننه وکړ او د کرونا وايروس واکسين، د کرونا نيولو ترهرڅه غوره لاره وبالل.
ډاکتر نظري وويل چي دغه اندازه واکسين هغه کسانو ته تطبيق کيږي چي د استرازنکا لومړۍ دوز يې مخکي تزريق کړې وي او د دويم دوز يې محروم وو.
هغه بيا زياته کړه چي په نږدې راتلونکي دوه کارګو نور د استرازنکا واکسين د کوواکس نهادونو لهخوا افغانستان ته به مرسته کيږي.
سويډن افغانستان ته ۱۲۴ زره دوز کرونا واکسين مرسته وکړه.
