پشتو

کرزي طالبانوته: سوله وکړئ! د ولس‌واليو په نيولو چېرته نه رسيږئ.

د افغانستان پخوانۍ ولس‌مشر حامد کرزي وايي چي، دولت او طالبان بايد يو بل سره سوله وکړي او دجګړو څخه لاس واخلي.
پخوانۍ ولس‌مشر طالبانو په ډاګه کړه او وويل؛ چي د ولس‌واليو په نيولو هيڅ ځای ته نه رسيږي.
پخوانۍ ولس‌مشر د «سه‌شنبه په ورځ، د چنګاښ ۲۲ مه» په يوه خبري ناسته کې د افغانستان دولت او طالبانو ډلې څخه و غوښتل چي، نور جګړه بس کړي او دسولې لړۍ په يو توافق رسيدو بېړه وکړي.
کرزي خبريالانوته وويل چي، د سولې پلاوې (مزاکرات) په جديت سره به پيل کيږي. زغم ولرئ! تدبير وکړئ! او سولې خواته روان شئ!
په هم‌دې حال، هغه څرګنده کړه چي، هيله‌مند دی چي آمريکا د دوستي د اثبات، هڅه وکړي چي افغانستان ته سوله راشي او دملي حاکميت تمثيل شي او افغانان په عزت سره ژوند وکړي.
کرزي طالبانو ته په اشاره سره وويل؛ مونږ په ډېر زيار ملي اردو او ملي پوليس جوړه کړو او له هيڅ څخه، يو نظام هېواد ته رامنځته کړو.
او مونږ هر ډول چي کيږي خپل دولتي نهادونه وساتو او ژير سولې خواته ورشو.
له بلې‌خوا پخوانۍ ولسمشر زياته کړه چي، که سوله راشي او طالبان هم په مزاکره ميز کي کښېني، هغوی سره مرسته کوي، خو د هېواد زعامت (مشرتوب) او د راتلونکی حکومت ټاکنه خلکو پورې مربوط کيږي او دخلک په اراده سره به زعيم ټاکل کيږي.
هغه بيا وويل؛ د خلکو د تمثيل له لارې د هر چا زعامت به و مني.
د دې سره هغه ټينګار وکړ چي، افغانستان کې روانه شخړه د بهرنيو قدرتونو لاس وهنې سره ژور تړاو لري.
د دی په وينا، په سيدالشهدا ښونځی باندې بريد او د داعش ډلې د دې سياست د پايلې څخه دي.
هغه وويل هيله مند وم چي دغه سياست تغير موندلې وي او لوی قدرتونو د يو بل په تقابل سره د افراطيت له ابزار څخه استفاده و نکړي، خو له بده مرغه چي دغه لړۍ دوام لري.
کرزي له حکومت او طالبانو څخه وغوښتل چي د سولې مخکښه فرصت له لاس ورنکړي او هېواد له دې وضعيت وژغوري.

خبرگزاری شاهد

خبرگزاری #شاهد با دریافت جواز شماره ۴۶۳ وزارت اطلاعات و فرهنگ افغانستان در کنار دیگر رسانه های کشور با درک شرایط کنونی افغانستان، مصمم است پرچم #بیطرفی را بر دوش داشته باشد. ما بر این باور هستیم که #آگاهی از شرایط می‌تواند #آزادی را به دنبال داشته باشد.
مرا دنبال کنید:

نوشته های مرتبط