پشتو

دفاع وزارت: په تېرو شپه ورځو کې لږترلږه ۵۷۲ جنګيالي طالبان وژل شوې دي.

د ملي دفاع وزارت د «يک‌شنبه، د اسد ۱۷ ام» اعلام وکړ چي، په تېرو شپه ورځو د امنيتي ځواکونو د عملياتو په پايله د هېواد په ۱٨ ولايتونو کې لږترلږه ۵۷۲ جنګيالي طالب وژل شوې دي.
د دفاع وزارت د اعلام پر اساس، د امنيتي ځواکونو د متاقبل حملات او د نښتې په پايله کې لږترلږ ۳۰۹ نور طالب ټپيان شوې دي.
دغه شمېر طالبان په ننګرهر، لغمان، غزنی، پکتیا، پکتیکا، کندهار، ارزګان، هرات، فراه، جوزجان، سرپل، فاریاب، هلمند، نیمروز، تخار، کندوز، بدخشان او کاپیسا ولایتونو کې وژل شوې او ټپيان شوې دي.
د ملي دفاع وزارت د اعلام پر اساس د طالبانو ډېرۍ سلاح‌ګانې او مهمات هم له‌منځه تللې دي.
طالبانو ډلې تر اوسه پورې په دې اړه څه ويلي نه دي.
طالبان په تېرو شپه ورځو کې خپل بريدونه پر ځيني ښارونو کې زياته کړې دي.
دغه ډلې ادعا کوي چي د جوزجان، سرپل، کندوز او نیمروز ولایتونو مرکزونه هم تر خپل ولکه لاندې نيولي دي.

خبرگزاری شاهد

خبرگزاری #شاهد با دریافت جواز شماره ۴۶۳ وزارت اطلاعات و فرهنگ افغانستان در کنار دیگر رسانه های کشور با درک شرایط کنونی افغانستان، مصمم است پرچم #بیطرفی را بر دوش داشته باشد. ما بر این باور هستیم که #آگاهی از شرایط می‌تواند #آزادی را به دنبال داشته باشد.
مرا دنبال کنید:

نوشته های مرتبط