پشتو

د افغانستان صادرات، د روان مالي کال په لومړيو شپږو مياشتو کې ۳۰ سلنه زياته شوي دي.

د صنعت او تجارت وزارت وايې چي د هېواد صادراتو کچه د ۱۴۰۰ مالي کال په لومړيو شپږو مياشتو کې تر تېر مالي کال ورته وخت ۳۰ سلنه ډېر والي راغلې دي.
د دې وزارت وياند “فواد احمدي” نن «یک‌شنبه، د اسد ۱۰ ام» ويلې دي چي، د مالي کال په لومړيو شپږو مياشتو کې ډېرۍ صادرات هند، پاکستان او چين هېوادونو ته شوي دي.
تېر کال د افغانستان صادرات ارزښت هند ته ۴۰۵ ملیون، ۹۰٨ زره او ۱۶۴ ډالر، پاکستان ته ۲۱۱ ملیون، ۵۱۹ زره او ۳۱۹ ډالر، او چین ته ۵۵ ملیون، ۳۲۲ زره او ۹۷۹ آمریکایي ډالر شوې دي.
د عربي متحده امارات، ايران، ترکيه، عربستان سعودي، آلمان، تاجکستان او… د نورو هېوادونو څخه دي چې افغانستان هغوی ته کالا صادرات کړې دي.
د صنعت او تجارت وزارت د سږ کال صادراتو د ارزښت په اړه ياد هېوادونو ته مشخصه پيسې بيان کړې نه دي، او د صادراتي کالاګانې د نوعيت په اړه هم څه ويلې نه دي.
خو د افغانستان ډېرۍ صادراتي کالاګانې وچې مېوې، قالين، زعفران او نور شيان دي چې دغې توکي د هوايي دهليزونو او ځمکنۍ مرزونو له لارې صادر کيږي.

خبرگزاری شاهد

خبرگزاری #شاهد با دریافت جواز شماره ۴۶۳ وزارت اطلاعات و فرهنگ افغانستان در کنار دیگر رسانه های کشور با درک شرایط کنونی افغانستان، مصمم است پرچم #بیطرفی را بر دوش داشته باشد. ما بر این باور هستیم که #آگاهی از شرایط می‌تواند #آزادی را به دنبال داشته باشد.
مرا دنبال کنید:

نوشته های مرتبط