د Institute for Economics and Peace له خوا د پنجشنبې په ورځ خپور شوي راپور له مخې، افغانستان د ۲۰۲۶ کال د نړیوال سولې په شاخص کې د نړۍ د ۱۶۳ هېوادونو له ډلې د تر ټولو ناامنو هېوادونو په وروستیو اوو کې شامل شوی دی.

د راپور له مخې، د افغانستان تر شا یوازې د جنوبي سوډان، اسرائیل، اوکراین، ډیموکراتیک جمهوریت کانګو، سوډان او روسیه هېوادونه راغلي دي.

په راپور کې ویل شوي چې له ۱۶۳ هېوادونو څخه ۹۹ هېوادونو کې د سولې وضعیت خراب شوی، په داسې حال کې چې ۶۲ هېوادونو کې ښه والی ثبت شوی دی.

همدارنګه راپور زیاتوي چې ۱۱۹ هېوادونه د ۲۰۰۸ کال په پرتله اوس ناامنه شوي دي، چې دا د نړۍ په کچه د سولې د وضعیت د خرابېدو دوام ښيي.

د شاخص په وینا، وسله‌والې شخړې د نړیوالې سولې د کمېدو له مهمو عواملو څخه دي.

په سیمه‌ییزه کچه، راپور وایي چې د نیپال وروسته، تر ټولو لوی کمښت په چاد، کانګو جمهوریت، پاکستان او تانزانیا کې ثبت شوی دی.

راپور زیاتوي چې که څه هم په ځینو هېوادونو کې جزوي ښه والی لیدل شوی، خو دا بدلونونه د نړۍ په کچه د سولې د خرابېدو عمومي بهیر نه دی درولی.

د دې شاخص له مخې، افغانستان لا هم د نړۍ د تر ټولو لږو سوله‌ییزو هېوادونو په ډله کې پاتې دی.