د جون د ۱۲مې نېټې، د جمعې په ورځ، په پولنډ کې د «افغانستان: د ایرو ترمنځ یو الماس» تر سرلیک لاندې د پوهاوي یوه غونډه د کراکوف ښار د کلتور انستیتیوت او عامه کتابتون په کوربهتوب ترسره شوه. په دې غونډه کې د پولنډ یو شمېر ښاریانو، پوهنتون استادانو، څېړونکو، مدني فعالانو او لیکوالانو ګډون کړی و. د غونډې موخه دا وه چې د افغانستان په اړه یو هراړخیز او انساني انځور وړاندې شي.
په دې غونډه کې ټینګار وشو چې افغانستان ډېری وخت په نړیوالو رسنیو کې د جګړو، کړکېچونو او ناامنۍ له زاویې انځورېږي، حال دا چې دا انځور د افغانستان د بډایه تاریخ، پراخ قومي او کلتوري تنوع او د خلکو د ژوند د پېچلو واقعیتونو بشپړ استازیتوب نه شي کولای. د غونډې تنظیموونکو هڅه وکړه چې افغانستان د تاریخي، ټولنیزو، کلتوري او معاصرو اړخونو له لارې ګډونوالو ته معرفي کړي.
بسمالله تابان، چې د یاګیلونیا پوهنتون د سیاسي علومو او عامه ادارې پوهنځي د امنیتي مطالعاتو د دوکتورا محصل او د غونډې اصلي ویناوال و، د افغانستان د بډایه تاریخ، قومي تنوع او ټولنیزو ارزښتونو په اړه خبرې وکړې.
هغه وویل چې په ډېرو لوېدیځو ټولنو کې افغانستان تر ډېره د جګړو او تاوتریخوالي له خبرونو سره تړل کېږي، چې دا چاره د افغان ټولنې په اړه یو اړخیز برداشتونه رامنځته کوي او ان د افغان کډوالو پر وړاندې د ځینو خلکو پر چلند هم اغېز لري. نوموړي د مذهبي افراطیت ستونزې ته په اشارې وویل چې د افغانستان د خلکو یوه لویه برخه خپله د دې پدیدې قرباني شوې ده او افغانه ټولنه باید د طالبانو په څېر د افراطي ډلو له کړنو سره محدوده ونه ګڼل شي.
ښاغلي تابان همدارنګه د افغانستان اوسنی وضعیت د امنیتي، ټولنیزو او بشري حقونو له لیدلوري وڅېړه او د شته ننګونو یادونه یې وکړه. هغه طالبان د اوسني وضعیت له مهمو عواملو څخه وبلل او له ګډونوالو یې وغوښتل چې له پالیسي جوړوونکو او رسمي مسؤلینو سره د خپلو ټولنیزو اړیکو له لارې د افغانستان د خلکو وضعیت ته د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړي او د ځپونکو چلندونو د عادي کېدو مخه ونیسي.
د غونډې په ترڅ کې د طالبانو له خوا له ښځو سره د چلند په اړه ویډیوګانې، چې د هرات وروستي پېښې هم پکې شاملې وې، نندارې ته وړاندې شوې چې د ګډونوالو ترمنځ یې بحثونه راوپارول.
محمود شمسي، افغان علمي او مدني فعال، د افغانستان کلتوري تنوع ته اشاره وکړه او د «بزکشۍ» دودیزې لوبې په اړه یې معلومات وړاندې کړل. هغه بزکشي د افغانستان د ځینو ټولنو د کلتوري او ټولنیز هویت یوه مهمه برخه وبلله.
همدارنګه، ډاکټر ماتیوش ګواګیتسکي، د پوهنتون استاد او د افغانستان د چارو څېړونکي، د افغانستان د سیاسي او ټولنیز وضعیت په اړه خپل لیدلوري او شننې له ګډونوالو سره شریکې کړې.
د غونډې په پای کې، تنظیموونکو وویل چې د دې پروګرام اصلي موخه د عامه پوهاوي لوړول، د بېلابېلو کلتورونو ترمنځ د خبرو اترو پیاوړتیا، او د افغانستان یو متوازن او څو اړخیز انځور وړاندې کول دي؛ هغه هېواد چې بډایه تاریخ، پراخ قومي او کلتوري تنوع، پېچلې ننګونې او د پام وړ انساني ظرفیتونه لري.
