د پولنډ سرحدي ساتونکو اعلان کړی چې د تېرې اوونۍ په پای کې یې ۴۵ ناقانونه کډوال، چې د افغانستان اتباع هم پکې شامل دي، د پولنډ او لیتوانیا له پولې د ناقانونه اوښتو په تور نیولي دي.

د پولنډ سرحدي ساتونکو د دوشنبې په ورځ په ایکس (X) کې لیکلي چې نیول شویو کسانو په پولنډ کې د استوګنې یا تګ راتګ لپاره قانوني اسناد نه لرل.

دوی همدارنګه ویلي چې یوه اوکراینۍ ښځه یې د څلورو ناقانونه کډوالو د قاچاق په تور نیولې ده.

یاد کډوال په بېلابېلو ورځو او د پولنډ او لیتوانیا د پولې په مختلفو سیمو کې نیول شوي دي.

د پولنډ سرحدي ساتونکو ویلي چې نیول شوي کسان د سومالیا، سوډان، ایتوپیا او افغانستان اتباع دي.