د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزارت وایي چې د طالبانو یوه څارونکې بې‌پیلوټه الوتکه، وروسته له هغې چې د پاکستان هوايي حریم ته ننوتله، سمدستي وپېژندل شوه او راوغورځول شوه. د دغه وزارت د حقایقو د ارزونې څانګې نن (جمعه، د جون ۱۹مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه بې‌پیلوټه الوتکه د خیبر پښتونخوا ایالت د خیبر ولسوالۍ د شینکو په سیمه کې نسکوره شوې ده. دغه وزارت د طالبانو د دفاع وزارت هغه ادعا هم رد کړې چې ګواکې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې یې د داعش پر مرکزونو بریدونه کړي دي. د پاکستان د اطلاعاتو وزارت ویلي چې د داعش او نورو ترهګرو ډلو مرکزونه د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې موقعیت لري او هماغلته اداره او ملاتړ کېږي. د طالبانو د دفاع وزارت نن په یوه اعلامیه کې ادعا کړې وه چې د دوی هوايي ځواک د پاکستان د خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې د داعش «مرکزونه» په نښه کړي دي. دغه وزارت زیاته کړې چې په دغو بریدونو کې «مخکې له مخکې ټاکل شوي مهم هدفونه» په بریالیتوب سره وویشتل شول.