د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (UNOCHA) اعلان کړی چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې تر اوسه له شپږ میلیونو څخه زیات افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
دغه ادارې د شنبې په ورځ، د جوزا ۳۰مه، راپور ورکړی چې ډېری راستنېدونکي هغو سیمو ته تللي چې مخکې له مخکې له جدي ستونزو لکه بېوزلۍ او د خدماتو له محدود لاسرسي سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر ویلي: «د ډېرو کورنیو لپاره، بېرته کور ته ستنېدل یوازې د یوې نوې مبارزې پیل دی.»
د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت، اوچا ټینګار کړی چې په افغانستان کې د زیانمنو سیمو د ښه مدیریت لپاره دوامداره ملاتړ ته اړتیا ده.
دا په داسې حال کې ده چې افغان کډوال په بېلابېلو هېوادونو کې، په ځانګړي ډول پاکستان او ایران کې، له ډېرو ستونزو لکه جبري اخراج سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د پراختیا پروګرام (United Nations Development Programme) ویلي چې افغانستان لا هم د نړۍ له تر ټولو پراخو بېځایه کېدو بحرانونو سره مخ دی.
