طالبانو اعلان کړی چې د افغانستان او قزاقستان د خصوصي سکتورونو ترمنځ د سوداګریزو همکاریو د پراختیا لپاره ۲۵ تفاهملیکونه لاسلیک شوي دي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، دغه تفاهملیکونه چې د یکشنبې په ورځ اعلان شول، د درملو، غنمو، اوړو، خوراکي تېلو د وارداتو او صادراتو او همدارنګه د بانکي همکاریو په برخو کې دي.
د وزارت په وینا، دغه تفاهملیکونه په کابل کې د افغان-قزاق سوداګریز فورم په ترڅ کې لاسلیک شوي دي.دا اعلان وروسته له هغې کېږي چې د قزاقستان یو پلاوی د شنبې په ورځ کابل ته ورسېد.
له پاکستان سره د روانو کړکېچونو په تعقیب، طالبان هڅه کوي له منځنۍ آسیا هېوادونو سره خپلې سیاسي او اقتصادي اړیکې لا پراخې کړي.
