یو شمېر افغان کډوالو په امریکا، سویس، هسپانیه او کاناډا کې د طالبانو تر واک لاندې د افغان ښځو د ملاتړ په موخه اعتراضونه وکړل.په واشنګټن کې لاریونوالو د «زده کړه، کار، ازادي» شعارونه ورکړل او غوښتنه یې وکړه چې په افغانستان کې د طالبانو تګلارې د جنسیتي اپارتاید په توګه په رسمیت وپېژندل شي.په جنیوا، سویس کې افغان کډوال د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته راټول شول او له افغان ښځو او نجونو سره یې خپل ملاتړ څرګند کړ.ګډونوالو د طالبانو تګلارې او کړنې جنسیتي اپارتاید وباله او د هرات د جبرئیل سیمې د سولهییزو اعتراضونو پر وړاندې د تاوتریخوالي ډک چلند وغنده.هغوی له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې جنسیتي اپارتاید د بشریت پر ضد جرم په توګه په رسمیت وپېژني.
