د افغانستان لومړی فضانورد، عبدالاحد مومند، د جرمني په هېواد کې د ۶۷ کلونو په عمر وفات شو.

د نوموړي خپلوانو نن (يکشنبه) ویلي چې هغه له سرطان ناروغۍ سره تر اوږدې مبارزې وروسته وفات شو.

عبدالاحد مومند په ۱۹۸۸ کال کې د سایوز TM-6 فضايي ماموریت له شوروي فضانوردانو سره د میر فضايي تمځای ته ولاړ او د افغانستان لومړنی وګړی شو چې فضا ته یې سفر وکړ.هغه او د ماموریت نور غړي ۸ ورځې، ۲۰ ساعته او ۲۶ دقیقې په فضا کې پاتې شول.

عبدالاحد مومند په ۱۹۵۹ کال کې د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ کې زېږېدلی و او له ۲۰۰۳ کال راهیسې د جرمني د اشتوتګارت په ښار کې اوسېده.