د ایران د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي، اعلان کړی چې د ایران د نفتو او پټرولیمي محصولاتو پر صادراتو لګېدلي بندیزونه ځنډول شوي او سمندري محاصره هم پای ته رسېدلې ده.
عراقچي په خپل ایکس (X) حساب کې لیکلي چې د ایران ځینې کنګل شوې شتمنۍ ازادې شوې او د ایران د بیارغونې او اقتصادي پرمختګ ستره طرحه عملي شوې ده.
هغه د پاکستان او قطر له منځګړیتوب څخه مننه کړې او ویلي یې دي چې دغو خبرو اترو په لبنان کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره مهم پرمختګونه رامنځته کړي دي.عراقچي د ایران او امریکا د تفاهملیک لومړۍ، لسمې او یوولسمې مادې ته اشاره کړې، چې د وروستۍ هوکړې او مذاکراتو بنسټ جوړوي.
د لومړۍ مادې له مخې، ایران، امریکا او د هغوی متحدین به په ټولو جبهو، د لبنان په ګډون، د پوځي عملیاتو د سمدستي او دایمي پای اعلان وکړي.
د لسمې مادې له مخې، واشنګټن به د ایران د نفتو او نفتي محصولاتو د صادراتو، بانکي راکړې ورکړې او سمندري لېږد لپاره اړینې معافۍ او جوازونه صادر کړي.یوولسمه ماده د ایران د کنګل شویو شتمنیو د ازادېدو په اړه ده، چې د مذاکراتو له مهمو موضوعاتو څخه ګڼل کېږي.عباس عراقچي
دا مهال د خبرو اترو لپاره په سویس کې دی.
