خصوصي تمدن ټلوېزيون اعلان کړی چې د طالبانو د ځواکونو له خوا پر مرکزي دفتر د یرغل وروسته یې خپرونې بندې شوې دي.

تمدن ټلوېزيون د سې‌شنبې په ورځ، د جون ۲۳مه، په خپلې فېسبوکپاڼه کې ویلي چې طالب جنګیالیو د دې رسنۍ پر مرکزي دفتر یرغل کړی دی.

د ټلوېزيون د معلوماتو له مخې، دغه پېښه د حضرت امام حسین د تاسوعا او عاشورا د ماتم له ورځو سره هممهاله رامنځته شوې ده.

تمدن ټلوېزيون له خلکو غوښتي چې دا موضوع په دقت او حساسیت تعقیب کړي او د راتلونکو تحولاتو په اړه هوښیار واوسي.طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي.