افغانستان د پرله‌پسې درېیم کال لپاره د ماشومانو لپاره د نړۍ تر ټولو بد هېواد وپېژندل شود ۲۰۲۶ کال د «KidsRights Index» راپور له مخې، افغانستان د نړۍ د ۱۹۴ هېوادونو له ډلې په وروستي ځای کې راغلی او د پرله‌پسې درېیم کال لپاره د ماشومانو لپاره د نړۍ تر ټولو بد هېواد بلل شوی دی.

دغه راپور چې د هالنډ د «KidsRights» بنسټ له خوا د «Erasmus University Rotterdam» په همکارۍ چمتو شوی، پرون (چهارشنبه، د سرطان ۳مه) خپور شوی دی.

په راپور کې د ماشومانو وضعیت د ژوند، روغتیا او درملنې، زده‌کړې، خوندیتوب، توانمندوونکي چاپېریال او د اقلیم بدلون د شاخصونو له مخې ارزول شوی دی.

افغانستان د ۰.۲۱۴ نمرو په ترلاسه کولو سره د نړۍ او د جنوبي آسیا په کچه د ماشومانو لپاره تر ټولو بد هېواد پېژندل شوی دی.