اروپايي ټولنې اعلان کړی چې د مخدره موادو پر وړاندې د نړیوالې ورځې په مناسبت به له افغانستان سره د مخدره موادو د مخنیوي او د روږدو کسانو د درملنې او بیارغونې په برخه کې خپلې مرستې ته دوام ورکړي.

اروپايي ټولنې د جمعې په ورځ، د جون ۲۶مه، ویلي چې د نړیوال روغتیا سازمان (WHO)، د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرمونو دفتر (UNODC) او نورو همکارو بنسټونو سره په ګډه د روږدو کسانو د درملنې او بیارغونې له پروګرامونو ملاتړ کوي.

د راپور له مخې، د اروپايي ټولنې په ملاتړ کې د روږدو کسانو د درملنې مرکزونو، د بیارغونې پروګرامونو او د بیا ځلي اعتیاد د مخنیوي پروګرامونو ملاتړ شامل دی.

اروپايي ټولنې همدارنګه ویلي چې هغه ماشومان چې په غیر مستقیم ډول د اعتیاد له امله اغېزمن شوي، بېرته ښوونځیو ته د ستنولو او د زیان‌منونکو کسانو لپاره د فرصتونو د رامنځته کولو ملاتړ هم کوي.

اروپايي ټولنې ټینګار کړی چې د دغو اقداماتو موخه د مخدره موادو له امله د رامنځته کېدونکو زیانونو کمول او د افغانستان د خلکو د روغتیايي او ټولنیز وضعیت ښه کول دي.