د فرانسې خبري اژانس (AFP) د راپور له مخې، ډنمارکی وګړی علي س. د جاسوسۍ، د قتل د هڅې، د قصدي اورلګونې د هڅې او تخریب په تورونو محاکمه کېږي. د هغه افغان ملګری طواب م.

هم د قتل د هڅې په تور تورن شوی دی.د جرمني څارنوالۍ ویلي، علي س. د ولکر بېک، چې د جرمني–اسرائیل ټولنې مشر او د شنو ګوند پخوانی استازی دی، د ترور د پلان په چوکاټ کې د هغه څارنه کړې وه.

نوموړی همدارنګه تورن دی چې د قصدي اورلګونې د بریدونو د پلان لپاره یې د جرمني د یهودانو د مرکزي شورا د مشر یوزف شوستر او په برلین کې د یهودانو د دوو خوراکي پلورنځیو په اړه معلومات راټول کړي دي.د جرمني څارنوالۍ ویلي چې علي س.

د ۲۰۲۵ کال په پیل کې خپلې لارښوونې د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک، چې د بهرنیو عملیاتو څانګه ده، څخه ترلاسه کولې.

دغه دوه تورن کسان، چې تېر کال په ډنمارک کې نیول شوي او وروسته جرمني ته سپارل شوي، د محاکمې تر ترسره کېدو پورې په موقت بند کې ساتل کېږي.

د هامبورګ محکمې ویاندې مارایکه فرانتسن AFP ته ویلي چې ولکر بېک د محکمې په لومړۍ غونډه کې د پولیسو تر امنیتي ساتنې لاندې ګډون کړی و.

د هغې په وینا، دواړو تورنو د تورپاڼې له لوستلو وروسته د چوپتیا قانوني حق وکاراوه او له هر ډول څرګندونو یې ډډه وکړه.کله چې د روان کال په مې میاشت کې تورونه اعلان شول، ولکر بېک د جرمني له حکومته وغوښتل چې د ایران سفیر او قونسلګریز چارواکي له هېواده وباسي.هغه وویل: «په جرمني کې د یهودانو ژوند او د یهودي او ډیموکراتیک اسرائیل د دولت ملاتړ څو ځله د ایران د اسلامي جمهوریت له لوري د وژنې او بریدونو له ګواښ سره مخ شوی دی.»د ۲۰۲۵ کال په جولای کې، د علي س.

تر نیول کېدو وروسته، د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په برلین کې د ایران سفیر د رسمي اعتراض لپاره احضار کړ.وروسته له هغه چې تېره میاشت پر دواړو کسانو رسمي تورونه ولګول شول، په برلین کې د ایران سفارت په یوه اعلامیه کې دغه تورونه رد کړل او ویې ویل چې دا «بې‌بنسټه ادعاوې دي چې د ایران د دښمنانو په هڅونه مطرح شوې دي.»