وروسته له هغې چې پاکستان اعلان وکړ د پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو کې یې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) پر ادعا شويو مرکزونو بریدونه کړي، طالبانو وویل چې په دغو بریدونو کې لسګونه ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي دي.د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دوشنبې په سهار پر ایکس ولیکل چې د پاکستان په بریدونو کې «لسګونه ملکي وګړي، د ښځو او ماشومانو په ګډون،» وژل شوي دي.
د هغه په وینا، پاکستاني ځواکونو تېره شپه د پکتیکا د ګیان ولسوالۍ، د پکتیا د سمکني ولسوالۍ او د کونړ د منوګي ولسوالۍ پر استوګنیزو سیمو بمبارۍ کړې دي.
بل لور ته، د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزیر عطاءالله تارړ په ایکس کې په خپره کړې اعلامیه کې د دغو بریدونو پخلی کړی دی.
هغه ویلي چې دا عملیات د تحریک طالبان پاکستان (TTP) او د هغې د بېلې شوې ډلې جماعت الاحرار پر ضد ترسره شوي دي.
