د طالبانو د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد د دې ډلې د داخلي ترینګلتیاوو د زیاتېدو په ترڅ کې، چې د سیمهییز قوماندان جمعه خان فاتح سره تړاو لري، بدخشان ولایت ته سفر کړی دی.
د طالبانو د دفاع وزارت د یکشنبې په ورځ، د سرطان په ۱۴مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې مجاهد د بدخشان ولایت څو ولسوالیو او همدارنګه له چین، تاجکستان او پاکستان سره د پولو سیمو ته سفر کړی دی.
د خبرپاڼې له مخې، هغه د زیباک، اشکاشم او کرانومنجان ولسوالیو، همدارنګه د واخان توپچي او د پامیر سیمې څخه لیدنه کړې ده.
هغه همدارنګه له چین، تاجکستان او پاکستان سره پر پوله ځینې مهمو او ستراتیژیکو سیمو ته هم تللی دی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې نوموړي د سرحدي ځواکونو فعالیتونه او د هغوی چمتووالی ارزولی او د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا، ملي حاکمیت او د پولو د ساتنې پر اهمیت یې ټینګار کړی دی.
هغه ژمنه کړې چې د سرحدي ځواکونو وړتیاوې به پیاوړې کړي او ورته اړین تجهیزات به برابر کړي.
