د پولنډ سرحدي ساتونکو اعلان کړی چې د لیتوانیا او بلاروس سره د دغه هېواد پر پولو د درې ورځني عملیاتو په ترڅ کې یې ۷۱ کډوال، چې یو شمېر افغان وګړي هم پکې شامل دي، نیولي دي.
د پولنډ سرحدي ساتونکو د دوشنبې په ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې یاد کسان د لیتوانیا او بلاروس پر پولو پېژندل شوي او نیول شوي دي.
تر قانوني مراحلو وروسته، هغوی د لیتوانیا چارواکو ته سپارل شوي دي.د خبرپاڼې له مخې، یو اوکرایني وګړی هم نیول شوی، ځکه د چارواکو په وینا هغه د پنځو کډوالو د لېږد لپاره سرحدي سیمې ته تللی و او د همدې هڅې پر مهال ونیول شو.
په خبرپاڼه کې راغلي چې نیول شوي کډوال د قانوني پروسو له بشپړېدو وروسته، د دواړو هېوادونو د همکارۍ د میکانیزمونو له مخې، د لیتوانیا چارواکو ته سپارل شوي دي.
د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، ګڼو افغان وګړو د امنیتي اندېښنو، ټولنیزو محدودیتونو او اقتصادي ستونزو له امله هڅه کړې چې د بلاروس او لیتوانیا له لارې د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو ته ځان ورسوي.
د بلاروس او پولنډ ګډه پوله له ۲۰۲۱ کال راهیسې اروپايي ټولنې ته د کډوالو د ننوتلو له مهمو لارو څخه ګڼل کېږي، او پولنډ په وروستیو کلونو کې د غیرقانوني کډوالۍ د مخنیوي لپاره امنیتي تدابیر او سرحدي محدودیتونه نور هم سخت کړي دي.
