د طالبانو د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیالۍ ویلي چې شاوخوا یو میلیون افغان وګړي د غالۍ اوبدلو په صنعت کې بوخت دي.
دې ادارې د شنبې په ورځ، د جولای په ۱۸مه، په خپلې اېکس (X) پاڼه کې لیکلي چې په وروستیو کلونو کې د افغانستان د غالیو صادرات د پام وړ زیات شوي او د هېواد د لاسي صنایعو لپاره په نړیوالو بازارونو کې غوښتنه هم لوړه شوې ده.
اقتصادي مرستیالۍ ویلي چې د غالیو د صادراتو زیاتوالی په نړیوالو بازارونو کې د دې صنعت د مخ پر ودې ځایګی څرګندوي.
د غالۍ اوبدل د افغانستان له مهمو دودیزو صنعتونو څخه دی او د هېواد د شمالي، لوېدیځو او مرکزي ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې پراخ رواج لري. د افغانستان لاسي اوبدل شوې غالۍ د خپلو دودیزو نقشونو، لوړ کیفیت او هنري ارزښت له امله په نړیوالو بازارونو کې ځانګړی شهرت لري او د هېواد له مهمو صادراتي محصولاتو څخه شمېرل کېږي.
