اروپايي ټولنه وايي چې افغانستان په نړۍ کې د میندو د مړینې له تر ټولو لوړو کچو څخه یو لري او د میندو او نویو زېږېدلو ماشومانو لپاره د مناسبو روغتیايي خدمتونو وړاندې کول ځانګړی اهمیت لري.
اروپايي ټولنې د یکشنبې په ورځ، د سرطان په ۲۸مه، په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي چې له ملګرو ملتونو د نفوس صندوق (UNFPA) سره په ګډه یې د لوګر ولایت د قابلو تر مدیریت لاندې د زېږون د پاملرنې له یوه مرکز څخه لیدنه کړې ده.
اروپايي ټولنې زیاته کړې چې دغه مرکز د اروپايي ټولنې په مالي ملاتړ فعالیت کوي او روزل شوې قابلې په کې میندو او نویو زېږېدلو ماشومانو ته خوندي روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.
د زېږون له مخکې روغتیايي پاملرنه او د زېږون پر مهال د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول هغه اقدامات دي چې کولی شي د میندو او نویو زېږېدلو ماشومانو د مړینې په کمولو کې مرسته وکړي.
نړیوالو روغتیايي بنسټونو څو ځله په افغانستان کې د میندو او ماشومانو د روغتیايي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او په دې برخه کې یې د روغتیايي خدمتونو د پراختیا پر اړتیا ټینګار کړی دی.
