د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) وايي، طالبانو په وروستیو میاشتو کې له رسمي اعلان پرته هم بدني سزاوو ته دوام ورکړی او د درېیو میاشتو په موده کې یې ۱۳۷ کسان په دورو وهلي دي.

یوناما په خپل تازه راپور کې، چې د ۲۰۲۶ کال د اپرېل، مې او جون میاشتې رانغاړي، ویلي چې د دې ادارې د بشري حقونو څانګې د اپرېل له لومړۍ نېټې څخه د جون تر ۳۰مې پورې د ۱۳۷ کسانو د بدني سزا مستندې پېښې ثبت کړې دي، چې ۱۱۲ نارینه او ۲۵ ښځې پکې شاملې دي.

یوناما زیاتوي چې طالبانو د اپرېل له ۲۲مې راهیسې د بدني سزاوو د عملي کولو رسمي اعلانونه درولي او د پخوا په څېر د طالبانو د سترې محکمې په وېبپاڼه او ټولنیزو رسنیو کې په دې اړه څه نه دي خپاره شوي.

خو د یوناما د بشري حقونو څانګې تایید کړې چې د اپرېل له ۲۲مې وروسته هم په ځینو ولایتونو کې د طالبانو د ابتدائیه محکمو او ولسوالیو چارواکو بدني سزاوې عملي کړې دي.

د ملګرو ملتونو د استازولۍ د راپور له مخې، په ځینو مواردو کې شاهدانو ویلي چې د بدني سزاوو د عملي کولو پر مهال د حاضر کسانو شمېر «محدود» و او ډېری یې د محکمې چارواکي وو.