فرانسوي رسنیو راپور ورکړی چې د فرانسې په شمال لوېدیځ کې د نورماندي په سیمه کې پر یوې ګڼې ګوڼې د موټر د ورختلو له امله دوه افغان وګړي وژل شوي او نهه نور کسان ټپیان شوي دي.

د «لوموند» ورځپاڼې د راپور له مخې، پولیسو ویلي چې دا پېښه د چهارشنبې په ناوخته د نورماندي د کان ښار په بندري سیمه کې له یوې شخړې وروسته رامنځته شوې او ترهګریز انګېزه یې نه درلوده.

پولیسو ویلي چې وروسته له هغې چې شکمن کس د بندر په سیمه کې د یوه بار بهر د څو کسانو له خوا ووهل شو، هغه بېرته له خپل موټر سره راغی، د کان د اورګاډي تمځي مخې ته د بسونو لارې ته ننوت او په قصدي ډول یې د هغو کسانو او نورو خلکو پر لور موټر وچلاوه چې په تمځي کې موجود وو.د سیمې د څارنوالۍ دفتر ویلي چې په دې پېښه کې هېڅ ترهګریز انګېزه نه لیدل کېږي، خو د پېښې په اړه څېړنې تازه پیل شوې دي.

د فرانسوي چارواکو په وینا، شکمن کس په قانوني توګه په فرانسه کې اوسېږي، له استخباراتي ادارو سره هېڅ اړیکه نه لري او تر اوسه یې هېڅ جرمي سابقه نه لرله.

پولیسو تایید کړې چې په دې پېښه کې دوه افغان نارینه، چې عمرونه یې ۳۵ او ۲۸ کاله وو، وژل شوي دي. ټپیان هم، چې عمرونه یې د ۱۷ او ۳۵ کلونو ترمنځ دي، د بېلابېلو هېوادونو وګړي دي، چې په کې فرانسویان، مصریان او بنګله‌دېشیان شامل دي.