متحده ایالاتو د لسګونو کډوالو ترڅنګ ۱۲ افغان وګړي د مرکزي افریقا جمهوریت ته شړلي دي.اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس په خپل راپور کې لیکلي چې دغه کډوال د شنبې په ورځ (د وږي ۷مه) د مرکزي افریقا جمهوریت په پلازمېنه بانګي ښار کې ښکته شول.ساوي آروي د «فرسټ هیومن رایټس» سازمان څخه ویلي چې په دې اخراج الوتنه کې ۱۲ افغان کډوال، اته ایرانیان او یو شمېر نور کسان د نیپال او نیکاراګوا څخه شامل وو.د راپور له مخې، یو ۲۰ کلن ځوان، چې وروڼو یې د افغانستان د پخواني نظام پر مهال له امریکايي پوځ سره همکاري کړې وه، هم مرکزي افریقا جمهوریت ته شړل شوی دی.د دغه ځوان وکیلې، الما ډېوېډ، ویلي چې یو امریکايي قاضي افغانستان ته د هغه د شړلو مخه نیولې وه، ځکه نوموړی د طالبانو له خوا د ځورونې او ځپنې له ګواښ سره مخ و.د اسوشیټېډ پرېس له خوا د لیدل شویو محکمې اسنادو له مخې، د دغه ځوان کورنۍ په افغانستان کې د طالبانو له خوا د هغو کارونو له امله ګواښل شوې وه چې وروڼو یې د امریکايي پوځ په ملاتړ ترسره کړي وو.الما ډېوېډ ویلي چې د دغه ځوان یو ورور په متحده ایالاتو کې ژوند کوي او پخوا یې په افغان ملي اردو کې دنده ترسره کړې وه.هغې زیاته کړې چې د نوموړي بل ورور یو پیلوټ و چې د متحده ایالاتو له خوا روزل شوی و او د طالبانو له خوا وژل شوی دی.په همدې حال کې، د کډوالو او پناه غوښتونکو د حقونو ملاتړي بنسټونه، په ځانګړي ډول هغه بنسټونه چې له افغانستان څخه د امریکا د پوځ او امریکايي ادارو د پخوانیو همکارانو د ایستلو په بهیر کې ښکېل وو، لا هم هڅه کوي واشنګټن قانع کړي چې له هغو کسانو ساتنه وکړي چې د ۲۰۰۱ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ یې په افغانستان کې د امریکا د ماموریت له امله خپل ژوند له خطر سره مخ کړی و.خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سپینې ماڼۍ ته له بېرته ستنېدو وروسته د تخلیې بهیر درولی او د افغان پاسپورټ لرونکو کسانو متحده ایالاتو ته پر ننوتلو یې بشپړ بندیز لګولی دی.