په کابل کې ځايي سرچینې وايي چې د طالبانو د عدلی وزارت ځواکونو د خاتمالنبیین مدرسه په بشپړه توګه تخلیه کړې ده.
د سرچینو په وینا، طالبانو نن (دوشنبه، د سپټمبر ۷مه) تر سهار شاوخوا ۱۰ بجو پورې محصلینو ته وخت ورکړی و چې مدرسه پرېږدي، خو له غرمې وروسته یې هغوی په زور له ودانۍ وایستل.
سرچینې وايي چې طالبانو اوس یوازې د مدرسې ځینو استادانو ته، چې کورونه یې د دې مجتمع په دننه کې دي، د پاتې کېدو لپاره مهلت ورکړی او نور ټول کسان یې له سیمې ایستلي دي.
د طالبانو د عدلیې وزارت ځواکونو دوه ورځې وړاندې په کابل کې پر خاتمالنبیین مدرسه برید وکړ او ودانۍ یې محاصره کړه.
له دې پېښې وروسته ځايي سرچینو راپور ورکړ چې د دې مدرسې ۲۸ استادان هم د طالبانو لهخوا نیول شوي دي. تر اوسه د دغو کسانو د برخلیک په اړه کوم معلومات نشته.
د طالبانو د عدلیې وزارت تر اوسه د خاتمالنبیین مدرسې پر یرغل او د هغې د تخلیې په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.طالبانو په ۲۰۲۴ کال کې ادعا کړې وه چې دا مدرسه پر دولتي ځمکه جوړه شوې ده؛ خو د مدرسې مسوولان او متولیان وايي چې دوی شرعي او قانوني اسناد لري چې ثابتوي دغه ځمکه دولتي نه ده.
