دید ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونیسف) اعلان کړی چې په افغانستان کې د ۲۰ څخه تر ۲۴ کلونو پورې ۲۸.۷ سلنه ښځو د ۱۸ کلنۍ څخه په کم عمر کې واده کړی دی.
دې سازمان د یکشنبې په ورځ، د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو د «څو شاخصه خوشهيي سروې» پر بنسټ راپور ورکړی چې د هېواد په ځینو سیمو کې، له هغو دوو نجونو څخه یوه یې چې عمرونه یې له ۱۸ کلو کم دي، واده شوې ده.یونیسف ویلي چې د ماشومانو واده د نجونو روغتیا ګواښي، د دوی زدهکړې خنډوي او د راتلونکي فرصتونه یې محدودوي.
د دې سازمان په وینا، په ټیټو عمرونو کې وداونه د تاوتریخوالي، ټولنیزې انزوا او د وخت نه مخکې امیندوارۍ او زېږون د عوارضو خطر زیاتوي.یونیسف زیاته کړې چې د امیندوارۍ د عوارضو له امله مړینه، په افغانستان کې د ۱۵ تر ۱۹ کلنو نجونو د مړینې له اصلي لاملونو څخه ده.
دغه سازمان ټینګار کړی چې د نجونو د زدهکړو دوام د دوی د حقونو د ساتنې او د ماشومانو د وادونو د مخنیوي لپاره یو له تر ټولو اغېزناکو لارو څخه دی.
یونیسف یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر مخ مکتبونه پرانیزي.دغه سازمان همدارنګه د ماشومانو د وادونو د پای ته رسولو لپاره د کورنیو، ټولنو، مذهبي او ټولنیز مشرانو او نړیوالې ټولنې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
