د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي دي چې ممکن ده هغه پوځي تجهیزات چې د ۲۰۲۱ کال له وتلو وروسته په افغانستان کې پاتې شوي وو، بېرته واخیستل شي.
ټرمپ دا څرګندونې د جون ۱۷، ۲۰۲۶ (څلورشنبه) په G7 غونډې په څنډه کې د خبريالانو پوښتنو ته په ځواب کې کړې دي.هغه د جو بایډن حکومت له وتلو طریقه انتقاد کړی او ویلي يې دي چې واشنګټن کولای شول ټول پوځي تجهیزات له افغانستان څخه وباسي، خو پخواني امریکايي حکومت هغوی په دې هېواد کې پرېښودل.ټرمپ زیاته کړې: «ممکن ده چې ټول هغه تجهیزات بېرته واخلو.
اوس دا موضوع ډېره سمبولیکه ده، ځکه چې دا تجهیزات زاړه شوي دي، خو شاید ټول یې بېرته راولو.»د امریکا ولسمشر دا هم ویلي چې که چېرې د هغه په لاس د ځواکونو وتل ترسره شوی وای، دا به «له عزت او افتخار» سره او د پوځي تجهیزاتو په بشپړ ډول لېږد سره ترسره شوی وای.
د امریکا د دفاع وزارت په اټکلونو سره سم، د ۲۰۲۱ کال د اګست له وتلو وروسته له اوو ملیارده ډالرو څخه ډېر ارزښت لرونکي پوځي تجهیزات په افغانستان کې پاتې شوي وو چې لویه برخه يې د پخواني حکومت له سقوط وروسته د طالبانو په لاس لویدلې ده.
د بایډن حکومت مخکې ویلي وو چې دا تجهیزات د پخواني افغان امنیتي ځواکونو په اختیار کې وو او د حکومت له سقوط وروسته د طالبانو تر کنټرول لاندې راغلي.
