د ملګرو ملتونو د بشري مېشت ځایونو پروګرام (UN-Habitat) ویلي، تمه کېږي چې تر ۲۰۶۰ کال پورې به په افغانستان کې له هر دوو کسانو څخه یو تن په ښارونو کې ژوند وکړي.
دغه ادارې د پنجشنبې په ورځ (د سرطان ۱۱مه) په خپلې ایکسپاڼې کې لیکلي چې ډېری ښارونه د دومره چټک ښار مېشت کېدو لپاره چمتو نه دي.UN-Habitat ټینګار کړی چې د خوندي او مناسب ژوند چاپېریال ته په لومړیتوب ورکولو سره داسې ښارونه جوړېدای شي چې ټول خلک په کې د باکیفیته او باعزته ژوند څخه برخمن شي.
خو د افغانستان ښارونه لا هم د ښاري بنسټیزو خدمتونو، لکه د اوبو رسونې، فاضلابو، برېښنا، ترانسپورټ او مناسبې ودانیزې زېربناوو له کمښت سره مخ دي.
