په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د هوا د تودوخې د زیاتوالي له امله له خلکو غوښتي چې د ځان او خپلو کورنیو د سختې ګرمۍ پر وړاندې د ساتنې لپاره لازم احتیاطي تدابیر ونیسي.

یاد سازمان د شنبې په ورځ، د جولای په ۱۸مه، په اېکس (X) کې په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې په منظم ډول اوبه څښل، سپکې او پراخې جامې اغوستل، د پراخې څنډې یا سیوري لرونکې خولۍ کارول، په یخو اوبو غسل کول او د ورځې په اوږدو کې څو سپکې خوړنۍ خوړل د بدن د یخ ساتلو او د ګرمۍ د اغېزو د کمولو لپاره ګټور دي.

سازمان له خلکو غوښتي چې تر ډېره په سیوري کې پاتې شي او هره ورځ لږ تر لږه له دوو تر درېیو ساعتونو پورې په یخو ځایونو کې وخت تېر کړي، څو د سختې ګرمۍ روغتیايي خطرونه کم شي.

دغه سازمان خبرداری ورکړی چې په ګرمه هوا کې له درنو فزیکي فعالیتونو ډډه وشي او ماشومان هېڅکله په ولاړو موټرو کې پرېنښودل شي.

بلخوا، د طالبانو د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې ویلي چې د روانې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ به د افغانستان په شمالي او لوېدیځو سیمو کې د هوا تودوخه له ۴۵ سانتي‌ګراد څخه لوړه شي.