د افغانستان د پېښو پر وړاندې د چمتووالي اداره، چې اوس د طالبانو تر کنټرول لاندې ده، وایي د نورستان د سېلابونو له امله د مړو شمېر ۲۳ تنو ته رسېدلی او تر ۱۰۰ زیات کسان لا هم ورک دي.

د دې ادارې مرستیال ویاند، تاج محمد همت، نن (سې‌شنبه، د سرطان ۳۰مه) په یوه ویډیویي پیغام کې وویل چې تر اوسه د ۱۵ قربانیانو جسدونه موندل شوي او د لټون عملیات لا هم روان دي.

هغه زیاته کړه چې د پرونیو سېلابونو له امله اووه کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي، ۲۳ نور کورونه نیمه زیانمن شوي، د پارون ښار ۷۰ دوکانونه او ۱۱ هوټلونه په بشپړه یا نیمه توګه زیانمن شوي او ۴۰ عرادې موټر هم له منځه تللي دي.

پرون د سختو بارانونو له امله په نورستان کې سېلابونه راوتلي وو. پارون ته غځېدلې لارې هم زیانمنې شوې دي، چې له امله یې د ژغورنې ډلې او بېړنۍ مرستې اغېزمنو سیمو ته په سختۍ رسېږي.