ژان لوک رسین، د فرانسې د ملي علمي څېړنو مرکز (CNRS) متقاعد څېړنیز مشر، وايي چې په افغانستان کې د منظم داخلي مخالفانو او د پام وړ بهرني فشار د نشتوالي په صورت کې ښايي د طالبانو حکومت په راتلونکو پنځو کلونو کې هم واکمن پاتې شي.

د رسین په وینا، د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهه له پوځي پلوه داسې اغېز نه لري چې د اوسني وضعیت په پای ته رسولو کې پرېکنده رول ولوبوي.

هغه د فرانسې د نړیوالو اړیکو له انسټیټیوټ (IFRI) سره په خبرو کې وویل چې د طالبانو په منځ کې نسبتاً «عمل‌پال» څېرې، په ځانګړي ډول د طالبانو د اقتصادي چارو مرستیال لومړی وزیر عبدالغني برادر، په کندهار کې د مېشت سخت دریځ جریان پر وړاندې محدود نفوذ لري.

نوموړي زیاته کړه چې له کندهاره د رهبرۍ لاندې «له حده زیات محافظه‌کار» دریځ ښايي په راتلونکو پنځو کلونو کې هم دوام وکړي.

دغه څېړونکي د افغانستان اقتصادي وضعیت هم ستونزمن وباله او ویې ویل چې دغه هېواد د بشري پرمختګ په شاخص کې په ۱۸۱م ځای کې قرار لري او د اقتصادي ودې له دوو تر درېیو سلنې کچه د خلکو د عمومي ژوند د شرایطو د ښه والي لپاره بسنه نه کوي.

د هغه په وینا، سیمه‌ییزې پروژې لکه د ټاپي د ګازو نل‌لیکه او د کاسا-۱۰۰۰ د برېښنا شبکه لا هم درېدلې یا له ورو پرمختګ سره مخ دي. ناامني هم د افغانستان د کانونو د پراخې استخراج پر وړاندې خنډ بلل کېږي.

رسین همداراز وویل چې که څه هم د طالبانو حکومت د کوکنارو کرکېله تر ډېره له منځه وړې او د کوکنارو د کرکېلې ساحه یې له څو سوه زرو هکټارو څخه شاوخوا ۱۰ زره هکټارو ته راکمه کړې، خو دغه اقدام د هغو بزګرانو لپاره جدي بحران رامنځته کړی چې پر کوکنارو کرکېله یې تکیه لرله.

هغه زیاته کړه چې د کوکنارو د کرکېلې له پام وړ کمېدو وروسته په افغانستان کې د مت‌آمفتامین قاچاق زیات شوی او دغه مخدره مواد د هېواد د ناقانونه نشه‌یي توکو د سوداګرۍ له مخ پر پراخېدونکو برخو څخه ګرځېدلي دي.