د ګوګل د مصنوعي ځیرکتیا پر بنسټ د لټون نوې اسانتیاوې ښايي په انټرنېټ کې د معلوماتو موندلو طریقه بدله کړي؛ هغه بدلون چې د ډیجیټلي رسنیو، خپلواکو خبري رسنیو او د محتوا جوړونکو پر وړاندې نوې ننګونې رامنځته کولای شي.

ګوګل د مصنوعي ځیرکتیا په پراختیا سره په انټرنېټ کې د لټون تجربه بدلوي. د دې بدلونونو له مهمو بېلګو څخه یوه یې «AI Mode» ده، چې کاروونکو ته اجازه ورکوي خپلې پوښتنې په تعاملي بڼه مطرح کړي او د مصنوعي ځیرکتیا له لارې ځوابونه ترلاسه کړي.د دې ټکنالوژۍ په مرسته، کاروونکي کولای شي د خپلو ډېرو پوښتنو ځوابونه په مستقیم ډول د ګوګل له لارې ترلاسه کړي، پرته له دې چې اړ وي بېلابېټو وېب‌پاڼو ته ورشي.دغه بهیر چې د «Zero-Click Search» یا «له کلیک پرته لټون» په نوم پېژندل کېږي، په بشپړه توګه نوی نه دی.

ګوګل له پخوا راهیسې د لټون په پایلو کې مستقیم معلومات وړاندې کوي؛ خو د مصنوعي ځیرکتیا له لارې د ځوابونو پراختیا ښايي دغه بهیر لا چټک کړي.د ډیجیټلي رسنیو پر وړاندې نوې ننګونهد انلاین خپرندویانو یوه مهمه اندېښنه دا ده چې کله د لټون انجنونه د کاروونکو پوښتنو ته مستقیم او بشپړ ځوابونه وړاندې کړي، نو ښايي د اصلي وېب‌پاڼو د لیدونکو شمېر کم شي.

دا بدلون په ځانګړې توګه خپلواکې خبري رسنۍ، ښوونیزې وېب‌پاڼې او هغه د محتوا جوړونکي اغېزمنولای شي چې د خپلو مخاطبانو د جذب لپاره د ګوګل پر لټون ډېر تکیه کوي.د وېب‌پاڼو د لیدنو کمېدل ښايي د اعلانونو پر عوایدو، د مخاطبانو پر زیاتوالي او د ډیجیټلي رسنیو پر اقتصادي پایښت منفي اغېز وکړي.رسنۍ باید څنګه ځان چمتو کړي؟د دې بدلونونو د مدیریت لپاره ډیجیټلي رسنۍ اړ دي خپلې تګلارې له سره وارزوي او لاندې برخو ته ځانګړې پاملرنه وکړي:- د اصلي، باوري او ارزښتناکې محتوا تولید.- د رسنیز هویت او د مخاطبانو د باور پیاوړتیا.- په ټولنیزو شبکو او بېلابېټو ډیجیټلي پلېټفارمونو کې د حضور پراخول.- د برېښنالیکي خبرپاڼو او ځانګړو اړیکنیزو چینلونو له لارې له مخاطبانو سره مستقیمې اړیکې جوړول.- د محتوا په تولید، شننه او خپرولو کې د مصنوعي ځیرکتیا هوښیارانه کارول.- د وېب‌پاڼې د لیدونکو د جذب لپاره پر یوې سرچینې د تکیې کمول.د مصنوعي ځیرکتیا په عصر کې د وېب راتلونکیپه لټون انجنونو کې د مصنوعي ځیرکتیا پراختیا په دې معنا نه ده چې وېب‌پاڼې به له منځه ولاړې شي؛ خو بې له شکه د ډیجیټلي نړۍ د سیالۍ اصول بدلولای شي.هغه رسنۍ چې د باکیفیته ژورنالېزم ترڅنګ خپل رسنیز هویت پیاوړی کړي او له خپلو مخاطبانو سره مستقیمې اړیکې جوړې کړي، ښايي د راتلونکو بدلونونو پر وړاندې ښه چمتووالی ولري.

اصلي پوښتنه دا ده: که د لټون انجنونه د دې پر ځای چې کاروونکي وېب‌پاڼو ته ولېږي، په خپله د هغوی پوښتنو ته ځوابونه وړاندې کړي، نو د خپلواکو رسنیو او د انلاین محتوا جوړونکو راتلونکی به څه ډول وي؟

شاهِد خبري اژانس – ټکنالوژي#مصنوعي_ځیرکتیا #ګوګل #ډیجیټلي_رسنۍ #ټکنالوژي #انټرنېټ